Afsar Molajan



په سهار کې شرابونه
مازیګر کې شرابونه

شرابونه شرابونه
لر او بر کې شرابونه

په جومات کې شرابونه
په مندر کې شرابونه

سوله ډکه له شرابو
هم په شر کې شرابونه

هغه ښکلې راکوینه
په نظر کې شرابونه

کور کې ډک چاینک د چاییو
په دفتر کې شرابونه

په کابل کې بنګاوې جي
پیښور کې شرابونه

زما زړه کې شرابونه
زما سر کې شرابونه

په روژه کې مونځ اودسې
په اختر کې شرابونه

لېونی له خدایه غواړي
په محشر کې شرابونه

ملاجان وهي خبر یې 
منسټر کې شرابونه


Comments

Popular posts from this blog

Hamza Baba

Hamza Baba

Sahib Shah Sabir