Nasrat Arman


غزل
نصرت ارمان 
ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ 

په زړه باندې مې بلې سرې لمبې دي ستمګرو 
همدا مې د اشنا د تلو شېبې دي ستمګرو 
ما پرېږدئ چې يې مخ ته په ګونډو شم، په زاريو شم
له ما نه ماتې شوې بيا توبې دي ستمګرو 
مستي الوتې، ټولې هيلې مړې دي، سکون نشته
بس دلته د ژوند دغه شان کيسې دي ستمګرو 
د خلکو په لاسونو کې پيالې، په خوله سندرې 
زمونږه په لاسونو کې تسبې دي ستمګرو 
نو څه په کار؟ انکار به مو وى کړى له ارمانه
نو څه ته کلکې کړې مو وعدې دي؟ ستمګرو 
#ارمان

Comments

Popular posts from this blog

Hamza Baba

Hamza Baba

Sahib Shah Sabir