Hamza Baba





چې مدام پورته کوونکی ستا د ناز یم
ځکه  هسې د هر چا نه بې نیاز یم

دقیامت وعده دې لنډه راته کېښوه
زه له دې فریبه ډیر دور او دراز یم

د هستۍ دا خوبولې نغمې څه دي 
خوبس دا چې ته مطرب یې زه دې ساز یم

هغه زه چې تاته مخ کړم حقیقت یم 
هغه زه چې تاته څټ کړمه مجاز یم 

ته چې څو یې پرده خوښی بې حجاب یې
زه چې څو یم خودنمایه هومره راز یم

ته که شمعه خندنی یې په امکان کې
زه ګریان د سوي زړه سوز او ګداز یم

ستا په مخ باندې دا زما انجام دی
هم اعجاز یې د مخ ښکلی په آغاز یم 

خو وزر مې د مجاز وي پری یرېږم 
ګنې عرش مې یو قدم هغه پرواز یم

تعالى مې دغرور له مخې نه ده
تورې سترګې په رنجو د امتیاز یم

چې دې مینې کړم غریب ،غریب سلطانه
ځار د تانه زه حمزه غریب نواز یم


 حمزه بابا

Comments

  1. دقیامت وعده دې لنډه راته کېښوه
    زه له دې فریبه ډیر دور او دراز یم

    ReplyDelete

Post a Comment

Popular posts from this blog

Prof Bakhtzada Danish

Sahib Shah Sabir