Sahib Shah Sabir

غزل
صاحب شاه صابر
ـ ـ ـ ـــ
خو یا به تا او یا به ما کوله
نوره د مینې کیسه چا کوله
که د حالاتو سترګې هر څنګه وې
ما د ارمان سره وفا کوله
واعظه خلاص شوې د ایمانه پکې
په محبت کښې دې ریا کوله
ما به د شنو خالونو رنګ ورکوو
زما د زړه داغ به رڼا کوله
د هغه مخ د حیا سره داسې وو
ما څه چې ګل به ترې حیا کوله
د ګاونډي خوب يې د خدایه غوښته
اشنا د خپله کوره غلا کوله
ما د وړو بچو ژړا ژړله
د کوټې هر لرګي ټقا کوله
هغه شپه رنګ د میکدې بدل و
هغه شپه ستا خبره چا کوله
خدایه چې هغه خلک څنګه خلک وو
چا چې به مینه په رښتیا کوله
زما د زړه هغه ور پورې نه شو
هغه چې تا به پکې تا کوله
صابره! ودې لیدو پوهه شولې
تا به په غم پورې خندا کوله
Comments
Post a Comment