Sahib Shah Sabir
غزل صاحب شاه صابر ـ ـ ـ ـــ خو یا به تا او یا به ما کوله نوره د مینې کیسه چا کوله که د حالاتو سترګې هر څنګه وې ما د ارمان سره وفا کوله واعظه خلاص شوې د ایمانه پکې په محبت کښې دې ریا کوله ما به د شنو خالونو رنګ ورکوو زما د زړه داغ به رڼا کوله د هغه مخ د حیا سره داسې وو ما څه چې ګل به ترې حیا کوله د ګاونډي خوب يې د خدایه غوښته اشنا د خپله کوره غلا کوله ما د وړو بچو ژړا ژړله د کوټې هر لرګي ټقا کوله هغه شپه رنګ د میکدې بدل و هغه شپه ستا خبره چا کوله خدایه چې هغه خلک څنګه خلک وو چا چې به مینه په رښتیا کوله زما د زړه هغه ور پورې نه شو هغه چې تا به پکې تا کوله صابره! ودې لیدو پوهه شولې تا به په غم پورې خندا کوله
Comments
Post a Comment