https://youtu.be/xNbAfJmqxuI
Popular posts from this blog
Sahib Shah Sabir
غزل صاحب شاه صابر ـ ـ ـ ـــ خو یا به تا او یا به ما کوله نوره د مینې کیسه چا کوله که د حالاتو سترګې هر څنګه وې ما د ارمان سره وفا کوله واعظه خلاص شوې د ایمانه پکې په محبت کښې دې ریا کوله ما به د شنو خالونو رنګ ورکوو زما د زړه داغ به رڼا کوله د هغه مخ د حیا سره داسې وو ما څه چې ګل به ترې حیا کوله د ګاونډي خوب يې د خدایه غوښته اشنا د خپله کوره غلا کوله ما د وړو بچو ژړا ژړله د کوټې هر لرګي ټقا کوله هغه شپه رنګ د میکدې بدل و هغه شپه ستا خبره چا کوله خدایه چې هغه خلک څنګه خلک وو چا چې به مینه په رښتیا کوله زما د زړه هغه ور پورې نه شو هغه چې تا به پکې تا کوله صابره! ودې لیدو پوهه شولې تا به په غم پورې خندا کوله
Hamza Baba
چې مدام پورته کوونکی ستا د ناز یم ځکه هسې د هر چا نه بې نیاز یم دقیامت وعده دې لنډه راته کېښوه زه له دې فریبه ډیر دور او دراز یم د هستۍ دا خوبولې نغمې څه دي خوبس دا چې ته مطرب یې زه دې ساز یم هغه زه چې تاته مخ کړم حقیقت یم هغه زه چې تاته څټ کړمه مجاز یم ته چې څو یې پرده خوښی بې حجاب یې زه چې څو یم خودنمایه هومره راز یم ته که شمعه خندنی یې په امکان کې زه ګریان د سوي زړه سوز او ګداز یم ستا په مخ باندې دا زما انجام دی هم اعجاز یې د مخ ښکلی په آغاز یم خو وزر مې د مجاز وي پری یرېږم ګنې عرش مې یو قدم هغه پرواز یم تعالى مې دغرور له مخې نه ده تورې سترګې په رنجو د امتیاز یم چې دې مینې کړم غریب ،غریب سلطانه ځار د تانه زه حمزه غریب نواز یم حمزه بابا
so sweet
ReplyDelete