https://youtu.be/xNbAfJmqxuI
Posts
Hamza Baba
- Get link
- X
- Other Apps
![Image](https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEhOmV_DPfw2K93YLXSBJaomxG6ztTycnUu7RbTlJ7q0ke2nWJnHqElX6rs5G5oYyFWGL1SvYszXwJqsWmeqGjKRI3Sy9ICtmd6UN3FAgYRoieX3RDB-FDn0S7XJYuxFeGRXLSt7HnOPejbh/s320/FB_IMG_1511579104667.jpg)
چې مدام پورته کوونکی ستا د ناز یم ځکه هسې د هر چا نه بې نیاز یم دقیامت وعده دې لنډه راته کېښوه زه له دې فریبه ډیر دور او دراز یم د هستۍ دا خوبولې نغمې څه دي خوبس دا چې ته مطرب یې زه دې ساز یم هغه زه چې تاته مخ کړم حقیقت یم هغه زه چې تاته څټ کړمه مجاز یم ته چې څو یې پرده خوښی بې حجاب یې زه چې څو یم خودنمایه هومره راز یم ته که شمعه خندنی یې په امکان کې زه ګریان د سوي زړه سوز او ګداز یم ستا په مخ باندې دا زما انجام دی هم اعجاز یې د مخ ښکلی په آغاز یم خو وزر مې د مجاز وي پری یرېږم ګنې عرش مې یو قدم هغه پرواز یم تعالى مې دغرور له مخې نه ده تورې سترګې په رنجو د امتیاز یم چې دې مینې کړم غریب ،غریب سلطانه ځار د تانه زه حمزه غریب نواز یم حمزه بابا
Nasrat Arman
- Get link
- X
- Other Apps
![Image](https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEhz6xse184VBZIQQWaLuxWlUf0ts5-QAzYK2b7_2SUgy8JPNFMELo7LI4pnXUVe7bNDTWd1KVkkj9q1IJRH3KY6iryliUYYYzemRNZzMX8pZR89nFjUOM6DyxXeNZFwsMfZ8pFea1h4Xm8k/s320/FB_IMG_1511541073900.jpg)
حال نه وتلى يم، د حال پوښتنه څه ته کوې؟ اوس نو اشنا زما د خيال پوښتنه څه ته کوې؟ د خداى لپاره نور يې مه يادوه، وسوزېدل بيا د ګودر، چنار او ټال پوښتنه څه ته کوې؟ ساه به دې چرته ځي؟ وجود نه به دې څه جوړيږي؟ ستا پرې څه کار، د پردي مال پوښتنه څه ته کوې؟ ته ورته نه ګورې؟ حيرانه دې ښکلا ته پاتې وه له هېندارې د جمال پوښتنه څه ته کوې؟ ته ترېنه تللې يې، خو ته يې هېره کړې نه يې نور د ارمان د بل کمال پوښتنه څه ته کوې؟ #ارمان
Sahib Shah Sabir
- Get link
- X
- Other Apps
![Image](https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEhAPlLUofpDBpgsnzRMwkAHiOkCV_LnulE0uXi5tRGY0GUVcjDBaXPYiGY1pxo3tMRm8Aajx61FZY_SiFPpg5Gu6kNiJSLkrl33fvWyrHQx9HZuNnDSg29G4JFRYf6-m-W1WvT_rx37QtF8/s320/FB_IMG_1512045359354.jpg)
غزل صاحب شاه صابر ـ ـ ـ ـــ خو یا به تا او یا به ما کوله نوره د مینې کیسه چا کوله که د حالاتو سترګې هر څنګه وې ما د ارمان سره وفا کوله واعظه خلاص شوې د ایمانه پکې په محبت کښې دې ریا کوله ما به د شنو خالونو رنګ ورکوو زما د زړه داغ به رڼا کوله د هغه مخ د حیا سره داسې وو ما څه چې ګل به ترې حیا کوله د ګاونډي خوب يې د خدایه غوښته اشنا د خپله کوره غلا کوله ما د وړو بچو ژړا ژړله د کوټې هر لرګي ټقا کوله هغه شپه رنګ د میکدې بدل و هغه شپه ستا خبره چا کوله خدایه چې هغه خلک څنګه خلک وو چا چې به مینه په رښتیا کوله زما د زړه هغه ور پورې نه شو هغه چې تا به پکې تا کوله صابره! ودې لیدو پوهه شولې تا به په غم پورې خندا کوله
Afsar mola jan
- Get link
- X
- Other Apps
![Image](https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEhXgA0IGT42Kl5qo8rPDz6Q8JWtVjlt-hjA8pblKm960VXn5q-f3RtYB7kgf-TLG3GQQ52n9aKZ3CbU2wLVJphy_QRsosW7S64WOCnBZew5Ef-VIPWJs6mfP4KslFW7ghLLZjx44jYfwldi/s320/FB_IMG_1511577512362.jpg)
بې له یارانو بې له جامه! خالي څنګه دې تیر کړمه ماښامه! خالي ږیره مو نن د شیخ نه کله کړله غریب بيخي شو له اسلامه! خالي ژوند بلا ښکلې و خالقه ځکه تاته ولاړ یم له ناکامه! خالي بلکل ورځم جي بلکل کور له ورځم بلکل زه یم له ننګ و نامه! خالي څنګ به وم نن سبا خو داسې یم نو هم له حلال هم له حرامه! خالي اخوا که دغه ژوند مې نه خوښيږي ټاپې نه پرته له الزامه! خالي په ملاجان چې څومره ظلم کړې کړه بس غورځوه یی مه له پامه! خالي
Ismatullah Shinwari
- Get link
- X
- Other Apps
![Image](https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEjlCEthWnYLnZ8rMBTYbrFxnIJwE1o-8fKQXzOw64gi3fk5Y723GjEd-IHAht_5gyRg666KO0hoP3IAMtAGr4vvfcTCRRqGJGGiCUNT4ftxbExsE9VtjY1-782C5AXK_Exefv81XaaVmlWd/s320/FB_IMG_1511538643703.jpg)
غزل -عصمت شینواری دا مې په خپله په لوی لاس په ځان ماتم ايښی دی د محبت اظهار مې پټ په زړه کې تم ایښی دی پېکی دې خوري ټالۍ په سترګو ته یې څه کوې نو اې زورورې! خو زما پر زړه دې غم ایښی دی مونږه په زده کړه کې غربت ته سر ټیټ کړی نه دی په یبلو پښو ګرځو خو جېب کې مو قلم ایښی دی له قدرتونو نه دې ځار شم ښکلي ټول ښکلي دي خو پر هغې باندې دې حسن بېل رقم ایښی دی ایېنې! ځه مړې څه ته او څه دا ستا حافظه ما زړه کې نن پورې تصویر د خپل صنم ایښی دی عصمت شینواریه! پرېږده یې په ژړا شوه هغه د ګل په پاڼو پرخه پرخه یې شبنم ایښی دی
Atif Khan Darwaish
- Get link
- X
- Other Apps
![Image](https://blogger.googleusercontent.com/img/b/R29vZ2xl/AVvXsEjM0oWfmfCATHM5f5smZeGQ7GtKBkumh_OSbrjog-iCCPZhdOdaqxSwa_726wJ6n1B6TbBQTx_yks9Ek0x2OLmEVvPwmebjRX9e5slx1bzxBPQnqRdhFAp8Ezl2d_Tp-9P2VqJcYOIYSR8B/s320/IMG-20170827-WA0048.jpg)
غزل ـ عاطف خان دروېش ـ ـــ ــ ـ ـ ـ ـ ـ ــ جهالت دى زړه يې تور دى زړه مې تور دى ګوټ کې ناست يم هرې خوا د ظلم زور دى نن شاعر به خوار ولس ته ټپې وايي هغه بر کلي کې نن شپه ټنګ ټکور دى پښتنو له خپله لاسو مو بل کړى نن سبا چې پېښور باندې کوم اور دى فسادونه کوي لګيا دي خلک وژني په پښتون دا لګېدلى هسې تور دى خېټور ملا واعظ شو په جومات کې بس معلومه شوه چې دا د فتنې دور دى دا غمجن داستان چې اورې او ژړېږي اې! دروېشه دا زما د پښتون ورور دى