Afsar mola jan
بې له یارانو بې له جامه! خالي
څنګه دې تیر کړمه ماښامه! خالي
ږیره مو نن د شیخ نه کله کړله
غریب بيخي شو له اسلامه! خالي
ژوند بلا ښکلې و خالقه ځکه
تاته ولاړ یم له ناکامه! خالي
بلکل ورځم جي بلکل کور له ورځم
بلکل زه یم له ننګ و نامه! خالي
څنګ به وم نن سبا خو داسې یم نو
هم له حلال هم له حرامه! خالي
اخوا که دغه ژوند مې نه خوښيږي
ټاپې نه پرته له الزامه! خالي
په ملاجان چې څومره ظلم کړې کړه
بس غورځوه یی مه له پامه! خالي
Comments
Post a Comment