Nasrat Arman



حال نه وتلى يم، د حال پوښتنه څه ته کوې؟
اوس نو اشنا زما د خيال پوښتنه څه ته کوې؟ 
د خداى لپاره نور يې مه يادوه، وسوزېدل 
بيا د ګودر، چنار او ټال پوښتنه څه ته کوې؟ 
ساه به دې چرته ځي؟ وجود نه به دې څه جوړيږي؟ 
ستا پرې څه کار، د پردي مال پوښتنه څه ته کوې؟ 
ته ورته نه ګورې؟ حيرانه دې ښکلا ته پاتې
وه له هېندارې د جمال پوښتنه څه ته کوې؟ 
ته ترېنه تللې يې، خو ته يې هېره کړې نه يې
نور د ارمان د بل کمال پوښتنه څه ته کوې؟ 
#ارمان

Comments

Popular posts from this blog

Sahib Shah Sabir

Prof Bakhtzada Danish

Hamza Baba