Atif Khan Darwaish
غزل ـ عاطف خان دروېش
ـ ـــ ــ ـ ـ ـ ـ ـ ــ
جهالت دى زړه يې تور دى زړه مې تور دى
ګوټ کې ناست يم هرې خوا د ظلم زور دى
نن شاعر به خوار ولس ته ټپې وايي
هغه بر کلي کې نن شپه ټنګ ټکور دى
پښتنو له خپله لاسو مو بل کړى
نن سبا چې پېښور باندې کوم اور دى
فسادونه کوي لګيا دي خلک وژني
په پښتون دا لګېدلى هسې تور دى
خېټور ملا واعظ شو په جومات کې
بس معلومه شوه چې دا د فتنې دور دى
دا غمجن داستان چې اورې او ژړېږي
اې! دروېشه دا زما د پښتون ورور دى
Comments
Post a Comment