Ismatullah Shinwari
غزل
-عصمت شینواری
دا مې په خپله په لوی لاس په ځان ماتم ايښی دی
د محبت اظهار مې پټ په زړه کې تم ایښی دی
پېکی دې خوري ټالۍ په سترګو ته یې څه کوې نو
اې زورورې! خو زما پر زړه دې غم ایښی دی
مونږه په زده کړه کې غربت ته سر ټیټ کړی نه دی
په یبلو پښو ګرځو خو جېب کې مو قلم ایښی دی
له قدرتونو نه دې ځار شم ښکلي ټول ښکلي دي
خو پر هغې باندې دې حسن بېل رقم ایښی دی
ایېنې! ځه مړې څه ته او څه دا ستا حافظه
ما زړه کې نن پورې تصویر د خپل صنم ایښی دی
عصمت شینواریه! پرېږده یې په ژړا شوه هغه
د ګل په پاڼو پرخه پرخه یې شبنم ایښی دی
Comments
Post a Comment