Posts

Showing posts from 2017

Hamza Baba

Image
چې مدام پورته کوونکی ستا د ناز یم ځکه  هسې د هر چا نه بې نیاز یم دقیامت وعده دې لنډه راته کېښوه زه له دې فریبه ډیر دور او دراز یم د هستۍ دا خوبولې نغمې څه دي  خوبس دا چې ته مطرب یې زه دې ساز یم هغه زه چې تاته مخ کړم حقیقت یم  هغه زه چې تاته څټ کړمه مجاز یم  ته چې څو یې پرده خوښی بې حجاب یې زه چې څو یم خودنمایه هومره راز یم ته که شمعه خندنی یې په امکان کې زه ګریان د سوي زړه سوز او ګداز یم ستا په مخ باندې دا زما انجام دی هم اعجاز یې د مخ ښکلی په آغاز یم  خو وزر مې د مجاز وي پری یرېږم  ګنې عرش مې یو قدم هغه پرواز یم تعالى مې دغرور له مخې نه ده تورې سترګې په رنجو د امتیاز یم چې دې مینې کړم غریب ،غریب سلطانه ځار د تانه زه حمزه غریب نواز یم  حمزه بابا

Nasrat Arman

Image
حال نه وتلى يم، د حال پوښتنه څه ته کوې؟ اوس نو اشنا زما د خيال پوښتنه څه ته کوې؟  د خداى لپاره نور يې مه يادوه، وسوزېدل  بيا د ګودر، چنار او ټال پوښتنه څه ته کوې؟  ساه به دې چرته ځي؟ وجود نه به دې څه جوړيږي؟  ستا پرې څه کار، د پردي مال پوښتنه څه ته کوې؟  ته ورته نه ګورې؟ حيرانه دې ښکلا ته پاتې وه له هېندارې د جمال پوښتنه څه ته کوې؟  ته ترېنه تللې يې، خو ته يې هېره کړې نه يې نور د ارمان د بل کمال پوښتنه څه ته کوې؟  #ارمان

Sahib Shah Sabir

Image
غزل صاحب شاه صابر ـ ـ   ـ  ـــ   خو یا به تا او یا به ما کوله نوره د مینې کیسه چا کوله که د حالاتو سترګې هر څنګه وې ما د ارمان سره وفا کوله واعظه خلاص شوې د ایمانه پکې په محبت کښې دې ریا کوله ما به د شنو خالونو رنګ ورکوو زما د زړه داغ به رڼا کوله د هغه مخ د حیا سره داسې وو ما څه چې ګل به ترې حیا کوله د ګاونډي خوب يې د خدایه غوښته اشنا د خپله کوره غلا کوله ما د وړو بچو ژړا ژړله د کوټې هر لرګي ټقا کوله هغه شپه رنګ د میکدې بدل و هغه شپه ستا خبره چا کوله خدایه چې هغه خلک څنګه خلک وو چا چې به مینه په رښتیا کوله زما د زړه هغه ور پورې نه شو هغه چې تا به پکې تا کوله صابره! ودې لیدو پوهه شولې تا به په غم پورې خندا کوله

Afsar mola jan

Image
بې له یارانو بې له جامه! خالي څنګه دې تیر کړمه ماښامه! خالي ږیره مو نن د شیخ نه کله کړله غریب بيخي شو له اسلامه! خالي ژوند بلا ښکلې و خالقه ځکه تاته ولاړ یم له ناکامه! خالي بلکل ورځم جي بلکل کور له ورځم بلکل زه یم له ننګ و نامه! خالي څنګ به وم نن سبا خو داسې یم نو هم له حلال هم له حرامه! خالي اخوا که دغه ژوند مې نه خوښيږي ټاپې نه پرته له الزامه! خالي په ملاجان چې څومره ظلم کړې کړه بس غورځوه یی مه له پامه! خالي

Ismatullah Shinwari

Image
غزل -عصمت شینواری دا مې په خپله په لوی لاس په ځان ماتم ايښی دی د محبت اظهار مې پټ په زړه کې تم ایښی دی پېکی دې خوري ټالۍ په سترګو ته یې څه کوې نو اې زورورې! خو زما پر زړه دې غم ایښی دی مونږه په زده کړه کې غربت ته سر ټیټ کړی نه دی په یبلو پښو ګرځو خو جېب کې مو قلم ایښی دی له قدرتونو نه دې ځار شم ښکلي ټول ښکلي دي خو پر هغې باندې دې حسن بېل رقم ایښی دی ایېنې! ځه مړې څه ته او څه دا ستا حافظه ما زړه کې نن پورې تصویر د خپل صنم ایښی دی عصمت شینواریه! پرېږده یې په ژړا شوه هغه د ګل په پاڼو پرخه پرخه یې شبنم ایښی دی

Atif Khan Darwaish

Image
غزل ـ عاطف خان دروېش   ـ ـــ  ــ ـ   ـ  ـ ـ ـ   ــ     جهالت دى زړه يې تور دى زړه مې تور دى ګوټ کې ناست يم هرې خوا د ظلم زور دى نن شاعر به خوار ولس ته ټپې وايي هغه بر کلي کې نن شپه ټنګ ټکور دى پښتنو له خپله لاسو مو بل کړى نن سبا چې پېښور باندې کوم  اور دى فسادونه کوي لګيا دي خلک وژني  په پښتون دا لګېدلى هسې تور دى خېټور ملا واعظ شو په جومات کې  بس معلومه شوه چې دا د فتنې دور دى دا غمجن داستان چې اورې او ژړېږي اې! دروېشه دا زما د پښتون ورور دى

Ajmal Aand

Image
اجمل اند کلیه ! ورانې دې ویالې شاړې کوڅې شوې خدای خبر د چا ښیراوې درپسې شوې دا په خوب باندې ویده پاچا را ويښ کړئ ورته ووايئ چې لوټ دې خزانې شوې ځنیځیرو کې ورته لمر تړلی راوړئ د ستومانه ډیوو شپې ډېرې اوږدې شوې ځه سپین غره ! چې باران ته کډه یوسو کنه وچې دې چینې ، ورکې شپنې شوې انده! شرنګ د شینکي رود یې درنه هېر کړ په پردي وطن دې څومره ډېرې شپې شوې

Javed Shah Darman

Image
جاوېد شاه درمان       مۀ کوه ما به کړي خراب صاحبه نه نه زۀ نۀ څکمه شراب صاحبه یو خوا ته یره د عذاب صاحبه بل خوا زما دا اضطراب صاحبه خوب مې لیدۀ د ټوپکونو ښار کښې خلک ویشتل کړي پۀ ګلاب صاحبه ما بې ګناه هم ګناهنګار ثابت کړې تۀ ما بیخي کړې لاځواب صاحبه هغه د خپل عزت سودا نۀ کوي دلته پۀ څو کښې دي تیزاب صاحبه خور دې ما قتل د غیرت پۀ نوم کړي ګرځمه ډیر خراب خراب صاحبه خه به وي مونږه چې یو حد کښې اوسو زۀ به ورکوم چاله حساب صاحبه خه نو بیا ستا ردِ عمل به څۀ وي کۀ مینځ نه لري شي رباب صاحبه درمانه ګورم، شعر شناس یې کۀ نه؟ ما درله راؤړو انتخاب صاحبه جاویدشاه درمان

Javed Shah Darman

Image
جاوېد شاه درمان  شپه ده، انسان نشته بیخي پۀ لاره وایم پۀ ځان ایات کرسي پۀ لاره زۀ یو مزدور سحر ژوندے وېنمه ماښام یو مړے کور ته ځي پۀ لاره توبه دا لاره، او بغیر لۀ یاره ما خو به مړ کړي خاموشي پۀ لاره سړے اواز کوي، خواږۀ خرڅوي یو غریب خپل ماشوم وهي پۀ لاره نن مې پۀ خوا کښې داسې غلے تیر شو لکه چې تیر شي لاروي پۀ لاره ما پرې وران شوي دوه نومونه وژني یو چینار مخې له راځي پۀ لاره د کلې سپو پسې پۀ شا شا ګوري څادر پۀ ځان پسې راخکي پۀ لاره د خپل فراق قیصې کؤومه ځان ته د چا یادونه دي ما خوري پۀ لاره پۀ سپینه ګیره به مې څوک همسا شي درمانه څوک به مې بوځي پۀ لاره

Javed shah Darman

Image
صحرا ته لاړمه کۀ غرته لاړم اوس دا دے دلته وم، چې چرته لاړم پاتې وه جیب کښې کرایه د ګاډي بیا داسې اوشو، زۀ لنګر ته لاړم چا راله رانکړې، د زهرو ګولۍ اخیر مجبور شوم سمندر ته لاړم دا ستا زړَه لوپټه نوې نۀ شوه زۀ کۀ د بلې دنیا سر ته لاړم د محبت د مکتب ژڼے نۀ یم یارانو! زۀ درنه سنګر ته لاړم ما به پۀ دې حال کښې اونۀ پیژني زۀ کۀ د خپلې کوڅې ور ته لاړم درمانه کله چې د بل شوه هغه کلي ته لاړم، بیا ګودر ته لاړم جاویدشاه درمان

Mumtaz Orakzai

Image
شاعر - ممتاز اورکزى کتاب - د ځمکې اسمان  مخ - 47  ـ  ـ ـ  ـ  ـ ـ ـ ـ ـ  ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ   ـ   ـ ـ ـ ـ  خوله دې يوه ژبې دې دوې کولې خلک ساده وو تا مـــــزې کــــولې ـ هغه د خولې سړى و څه خبر وم ما ورته تل د زړه کيسې کولــــې ـ چې کومه لار دې سموله ځان ته ټولې خبرې دې کږې کولــــــــــــې ـ ماته يادېږي خپل بې مينې ژوندون قسم دى دښته کې مې شپې کولې ـ ممتازه ! ډېرې ښې خبرې وې خو  ممتازه ! ډېرې دې ترخې کولــــــې

Dr Khaliq Ziyaar

Image
شاعر - ارواښاد ډاکټر خالق زيار کتاب ـ  تلوسې مخ ـ 40 ــ ـــــــ   ـــــ   ـــــ ـــــــ     ــــــ ـــــــــــ ـ ـ  ــ ـ ـ ـ ـ ـ  ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـــ ـــ ـ اخلم په يو غم پسې بل غم ځمه  زه د کور په لوري د صنم ځـــمه  ـ لارې د حالاتو دوړو ونيوې  اوس په منډه نه ځم په قدم ځمه  ـ زه د مسيحا د کوره خدايه هم  هر وارې چې ځم په زړه کړم ځمه  ـ داسې مې نو اېستې توبه هم نه ده  اوس هم ميخانې ته ځم خو کم ځمه  ـ ماته د هوارو لارو مه وايه زه د ګړنګونو په سر سم ځمه ـ غر مې ستا د غم راپشا کړى دى  نه مې څوک زبېرګي اوري ستم ځمه  ـ لارې که درنې دي که خونخوارې دي  کړى مې د ژوند په سر قسم ځمه  ـ هسکه غړۍ تګ مې شناخت شوى دى  خداى مه کړه چې سر به چېرته خم ځمه  ـ ژاړم خپل ټوټې وجود ته ځاى په ځاى  زياره چې کابل ته په تورخم ځمه    

Nasrat Arman

Image
غزل نصرت ارمان  ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ  په زړه باندې مې بلې سرې لمبې دي ستمګرو  همدا مې د اشنا د تلو شېبې دي ستمګرو  ما پرېږدئ چې يې مخ ته په ګونډو شم، په زاريو شم له ما نه ماتې شوې بيا توبې دي ستمګرو  مستي الوتې، ټولې هيلې مړې دي، سکون نشته بس دلته د ژوند دغه شان کيسې دي ستمګرو  د خلکو په لاسونو کې پيالې، په خوله سندرې  زمونږه په لاسونو کې تسبې دي ستمګرو  نو څه په کار؟ انکار به مو وى کړى له ارمانه نو څه ته کلکې کړې مو وعدې دي؟ ستمګرو  #ارمان

Prof Bakht Zada Danish

Image
غزل ـ پروفيسر بخت زاده دانش  ملنګه په کچکول کې دې روپۍ دي او که بل څه  په غاړه دې جامې د ملنګۍ دي او که بل څه  ـ  ته راوړه په دې لاسو دې څه سپينې سپينې ښکاري  ته راوړه په دې لاسو دې پولۍ دي او که بل څه  ـ  دې بعضو بعضو خلکو په تنديو داغونه جوړ کړل  چې دا يې نښانې دې بندګۍ دي او که بل څه  ـ   صاحبه! ته لږ غوږ شه څه ډېر خوږ شان اواز راغى  ته پام وکړه کړنګېږي چې پيالۍ دي او که بل څه  ـ  دانشه لر او بر درنه ځارېږي قربانېږي  چې دا دې کرامات د شاعرۍ دي او که بل څه 

Qais Hashemi

Image
غزل قيس هاشمي                        ـ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ــ  ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ                     پوهنځى کړه انتخاب د ادبياتو جينۍ ژبه دې لړلې ده په شاتو ما وې وکړمه پرهېز له څه ډاکټرې؟ ده وې بس له بهرنيو توليداتو ګوره  نه مې درته وې چې شراب نه څښم ګوره بيا مې شروع وکړه په چټياتو يو د مخه شي چې ژوند لاړه قضا شو ياره تېر شئ له دې ډېرو تشريفاتو پاچاهي او ملنګي نه کېږي قيسه حکم بايد چې وي بېل له اخلاقياتو 1396/7/11

Shahnawaz Baqir

Image
 شاه نواز باقر  غزل ــــــــــ آباد کړی ، په وجود کې چا د شګو بيابان دى ؟ چې درياب ته په يوه لپه اوبو پسې روان دى مات خوبونه زه په ماتو ماتو سترګو باندې ګورم تږي څاڅكي راوريږي ، د پنځم موسم باران دى ماته وايي چې کافر يې ، د چاړې لاندې يې پروت يم  راته کړی په غوږونو کې چې کوم ملا اذان دى تير مې نه شي چرته ستوري ، زه په دې باندې ويريږم د اوبو په ډک ګيلاس کې مې ليدلى بيا اسمان دى زه د خپل وجود په تاو کې لكه ونه سوزيدمه زما سيورى په بل چا ٶ ، مګر لمر مې په خپل ځان دى  چا د پښو لاندې باقره! ، وه مېږى چرته مړ کړى لا تراوسه مې رنګ زيړ دى ، لا تراوسه مې زړه وران دى #باقر

Shahid Qamash

Image
شاهد قماش  دا ځل مې کړی دی توکل د بربادۍ پۀ لوري یم روان شوی مکمل د بربادۍ پۀ لوري راؤستی ؤم خپلې ژړا ستا تر محفله پورې اوس به مې بوځي ستا خندل د بربادۍ پۀ لوري ناشوني ده چې بیا به مخ بیرته راؤګرځوي چا چې مخ کړی دی یو ځل د بربادۍ پۀ لوري زړۀ اشنا کړی یم مدام د ناکامیو سره زۀ یې بوتلی یمه تل د بربادۍ پۀ لوري راځه چې واخلو ځینې خوند له خپل برباد حالته راځه چې اوکړو لږ مزل د بربادۍ پۀ لوري دا دی شاهد هم د شرابو پۀ جام خلۀ کیخوده دا دی روان شولو یو بل د بربادۍ پۀ لوري

Ezatullah Zawab

Image
 عزت الله ځواب عبث خواري ده، د سوال ياري ده ژوند مجبوري ده، د سوال ياري ده خدای مئين مه کړه، څوک په حسينو سوال او زاري ده د سوال ياري ده شي به ورځ دوه کې، دوړه تمامه  بيا مزدوري ده، د سوال ياري ده  څه ويلی نه شم، ملک د پښتو دی خو ناچاري ده، د سوال ياري ده په محلونو کې، خلک ناست دي وايي کراري ده، د سوال ياري ده ژرنده ستا ده، که دې د پلار ده؟ چې په جواري ده، د سوال ياري ده ګټې سر وخوړ، بازار خراب شو دوکانداري ده، د سوال ياري ده د ځواب پانګه، د ځواب ژوند دی دا شاعري ده، د سوال ياري ده

Nasrat Arman

Image
نصرت ارمان د زړه له اخېستو نه دې انکار وکه مغرورې  حيران يمه چې دا دې څنګه کار وکه؟ مغرورې  تا ولې په يوه شېبه کې سترګې کړې بدلې؟ ما ستا لپاره څومره انتظار وکه؟ مغرورې راوګرځه په ما باندې د تورې ګوزار وکړه له مينې مې په تا د ګل ګوزار وکه، مغرورې منمه چې له ما نه به حساب او کتاب هېر وي خو تا کله د ټولو ستورو شمار وکه؟ مغرورې يو زه يم چې تر اوسه دې ارمان کوم، پاګلې ارمان دې بيا راتګ ته کومې لار وکه؟ مغرورې

Ezatullah Zawab

Image
شاعر ـ عزت الله ځواب کتاب ـ ګوته کې غمى مخ ـ 25 ـ ـ   ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ   ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ زه خو وايمه چې لمر له کلي لاړه دا سړى چې مازيګر له کلي لاړه ـ په هماغه ورځ به زه له کلي ورک شم کومه ورځ چې مې دلبر له کلي لاړه ـ نه د ښار په تلويزون کې خبريال شته نه د مينې کوم خبر له کلي لاړه ـ پدې مشر پسې ټول ولس خپه دى غر راونړېده،غر له کلي لاړه ـ د کليم په غزلونو به دې پالو که حمزه،خاطر، خيبر له کلي لاړه ـ ټول د نه سړي زامن ورسره وران وو ځواب خود کډه په سر له کلي لاړه 

Dr Khaliq Ziyaar

Image
شاعر - ارواښاد ډاکټر خالق زيار کتاب ـ  تلوسې مخ ـ 98  ـ ـ ـ  ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـــ ـــ وختونه بد وي او که ښه تېرېږي اړ نه وي هېڅ د چا په زړه تېرېږي ـ چې په نامه يې د جانان څښي سړى د زهرو ګوټ لکه اوبه تېرېږي ـ دعا سلام راسره هم نه کوي پدې راځي خو چپه خوله تېرېږي ـ نن امتحان دى د مجنون د مينې جنج د ليلا يې په کاله تېرېږي ـ لارې د زړه مې شاړې شوې نه دي اوس پرې هم ستا د غم سواره تېرېږي ـ بس دا يو داغ د بېلتانه که نه وي نور د خداى فضل دى ژوند ښه تېرېږي ـ زياره! چې غم د جانان نه لري څوک د هغوى شپې ورځې په څه تېرېږي؟
Image
Must watch the mesmerising poetry of Dr Israr Atal 

Mumtaz Orakzai

Image
شاعر - ممتاز اورکزى کتاب - د ځمکې اسمان مخ - 60 ـ ـ ـ ـ د بېوسۍ په دشت مې څه خوړلي څه څښلي دي زړه مې خوړلى دى او وينې مې د زړه څښلي دي ـ مونږ جل وهلي پرېږده ښکليه ! ستا د مخ په چينه چې تږي نه وو هغه زړونو هم اوبه څښـــلي دي ـ اوس که دا ژوند شراب شراب شي زه به نه شم نشه جانانه! زهر مې دا ستا د بېلتانه څښـــــــــــلي دي ـ ډېرې پښتو کړلې ګونګۍ د مينې وږي سترګې له ډېره تاوه يې په اوښکو کې رانجه څښــــلي دي ـ د شرابي کتو د زخم د درد زور کموي ممتاز د بنګو کنډولي درانه درانه څښلي دي  ـ  ـ ـ ـ

Mumtaz Orakzai

Image
شاعر ـ ممتاز اورکزى  کتاب ـ زخمک مخ ـ ۱۸۶                                        ✿  ✿ ✿                                                     د ارض او د سما مالک کولى شي دا هم  شيطانه خداى دې وکړي چې وبخښي تا هم ـ  د نيمې شپې مې تويې کړې د ژوند لپاره اوښکې ارمان، چې نور دا سور دوزخ حرام شي په ما هم  ـ تقديره دوى روا نه بولي ستا په حقله بحث  او ماسره شکونه او سوالونه دي بيا هم  ـ ښه، ښه، بس هم دا لار د بغاوت ده، کنه يار لښکر يارانو پرېښوم بدرګه نه کړم چا هم  ـ ممتازه ته په داسې ځاى ولاړ يې نن سبا  چې بل ځاى به د ناستې پاتې نه شي د ستا هم 

Ezatullah Zawab

Image
  شاعر ـ عزت الله ځواب کتاب ـ ګوته کې غمى مخ ـ 97  •✿❁✿ مينه کې پېغام سلام ښکلو ته سلام سلام ـ خداى دې سلامت ساته ځان ته کوه پام سلام ـ تاته احتـــــــــرام لرم تاته لاس په نام سلام ـ نه سهار په خير شته دى نه دې د ماښام سلام ـ چا ملت خرڅ کړى دى چاته کوي قام سلام ـ ستا ړومبى د ګل ګوزار هغه پاس له بام سلام ـ دروند منګى دې پورته که شولې لکه لام سلام ـ وار دې ورته ونه شو ودې که د جام سلام ـ ما ځواب نه پاتې شو ستا د چم کلام سلام

Hamza Baba

Image
 ؒکلیات حمزه بابا مخ - ۱۵۴ ـ زړه دې بد شي سم چې تاته په کاته شم چې در نه شم، وايې څه شو؟ وايه څه شم؟ ـ جګې جګې که مې ته په زړه کې زړه شې درېغه درېغه چې دې زه په زړه کې خوله شم ـ څومره زه يم ياره ستا د ديدن تږی چې دې مخ ته کړم نظر اوبه اوبه شم ـ هېرونکيه بيا به وايې څه مې ورک وو لکه ياد کله درپېښ چې ستا په زړه شم ـ څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم ـ زلفې پرانېځه پریشان يم د شوګير نه په دې ګڼ سیوري چې جمع زړه ویده شم ـ شمع رويه چې رقيب ته په خندا شې لکه دود دې د محفل نه په واته شم ـ شور او زوږ مې حوصله د لوی منزل شي ګنې يم د همت زاڼې چې په تله شم ـ جشن خال يې د محراب وروځو امام دی حمزه نيت کړه که واهه او که باښه شم

Afsar Molajan

Image
په سهار کې شرابونه مازیګر کې شرابونه شرابونه شرابونه لر او بر کې شرابونه په جومات کې شرابونه په مندر کې شرابونه سوله ډکه له شرابو هم په شر کې شرابونه هغه ښکلې راکوینه په نظر کې شرابونه کور کې ډک چاینک د چاییو په دفتر کې شرابونه په کابل کې بنګاوې جي پیښور کې شرابونه زما زړه کې شرابونه زما سر کې شرابونه په روژه کې مونځ اودسې په اختر کې شرابونه لېونی له خدایه غواړي په محشر کې شرابونه ملاجان وهي خبر یې  منسټر کې شرابونه

Afsar Molajan

Image
ټهیک ده چې کېږي خوسهي نه کېږي مسلماني او شاعري نه کېږي دا سلامونه ملامونه چاته یره زمانه خو بیخي نه کېږي چې د آدم پشان سړي نه شوې مانه به څنګه غلطي نه کېږي جنت لپاره دې څوک ووژنمه مانه خو دا بېغيرتي نه کېږي تا د پنجاب په ډوډۍ خیټه کړې تانه به خود باچاخاني نه کېږي ته راته ناست وې او زه ګورم درته مانه جي دا بې ایماني نه کېږي مونځ کړه اودسې کړه روژې ونيسه د ملاجان نه دا خواري نه کېږي

Atif khan Darwaish

Image
غزل ـ عاطف خان دروېش •✿❁✿ ياره جنازې ته به راځې که نه؟ کټ زما په خپلو اوږو وړې که نه ؟ جام راته سم ډک کړه چې نشه شمه  نن به درته کړمه تماشې که نه  ؟ هر ځل خو ټپې او غزل اورمه  نن خو به سندره راته کړې که نه ؟ ليرې يې کړ پلو له مخې وې ويل  واخله له ديدن نه مې مزې که نه ؟ سترګو سره جنګ کوې لګيا يې تل ښخې دې په زړه کړلې چړې که نه ؟ کله يې چې د وره نه رابهر کړو سر د زلفو په تارونو يې کړم ارې که نه ؟ هر سړى  چې راشي بس تپوس به کړي  يه دروېشه! چرته ته هم يار لرې که نه ؟

Dr Khaliq Ziyaar

Image

Nasrat Arman

Image
نصرت ارمان 🌷🌷🌷🌷 اوښکې دې په مخ چې بهېدلې، ما ليدلې  ته د چا لپاره ژړېدلې، ما ليدلې  نه به مې نيوې؟ چې غورځېدې به ته ګلابه نه نيول کېدلې، ريژېدلې، ما ليدلې  بيا راته هغه کيسه ونه کړې، ګوره پام چې  دا چې په کوم اور کې سوزېدلې؟ ما ليدلې ستا ګومان غلط دى چې مې هېڅ نه يادولې خيال باندې مې تل را ورېدلې، ما ليدلې  اوس راته نزدې رانشې، ځه ارمانه، ځه نو  غېږ کې د رقيب چې لوبېدلې، ما ليدلې 

Mumtaz Orakzai

Image
  شاعر ـ ممتاز اورکزى کتاب - د ځمکې اسمان مخ - 51 ❤❤🌷🌷 ■■■■ چې زمونږ سره يې جنګ دى داسې اورو چې اوس تنګ دى ـ دا بېشکه ښه تصوير دى خو رنګين په پردي رنګ دى ـ ښکليه! څه عجيبه جوړ يې زما زړه درپسې ړنګ دى ـ کړې د مينې اوبه يې خړې خفه نه شې زړه دې زنګ دى ـ ممتاز نه کوي خبرې ياره تا څه وې چې ګونګ دى

Nasrat Arman

Image
  نصرت ارمان  🌷🌷🌷 نصيب زمونږه نشوې له جانان سره خبرې  نو اوس خو به زه خود کوم له ځان سره خبرې  قسم دى چې په ما به لګېدې لکه سندرې  کولې به يې داسې جار قربان سره خبرې چې و دې ليده خامخا سلام مې ورته وايه ولاړ کولې دغسې روان سره خبرې  راځه کنه چې وناڅو بې ډوله، په خوښۍ نو راځه چې بهر وکړو له باران سره خبرې  همدا ورته ويل غواړم چې زه په تا مئين يم ارمان مې دي بس دومره له ارمان سره خبرې

Aziz Manerwal

Image
شاعر - عزيز مانېروال کتاب - دا لېونی لېونی ګرځه مخ -۱۵۷  ـ ـ ـــــــــــــــــ تا نشه نشه کتل ما په لپو لپو څښل ـ دغه نولس ده دنيا  ياره هېچا نه کړه شل ـ زما ژوند کې خوشالي په انځر کې لکه ګل ـ د ځوانۍ خوږې کيسې په پيرۍ کې يادول ـ څومره ښه لګي اشنا ستاسو کلي ته درتلل ـ خپل عمل د لارې مل ما کرلي ما رېبل ـ پيدا کېږي چرته نه د عزيز پشانې بل 

Ismatullah Shinwari

Image
غزل -عصمت شینواری ستا په مینه کې ملنګ دی او سوالي دی دا پښتون نه دی دا زړه خو بنګالي دی راشه وګوره زما په زړه کې مینه دا ستا زړه خو لکه پوچ اوغز* خالي دی خانه! ته یې په تیاره باندې وخورې زیار په برخه د مزدور ستړي جوالي دی یا تېروتې دي زما دا غټې سترګې یا دې حسن تر خپل حده کمالي دی کراماتو یې زړګی له ما نه یووړ یار خو نه دی سم د دوربابا ولي دی دا ستا سترګې چې یې وټاکلې خوښ شوم انتخاب زما د سترګو ډېر عالي دی کله خوله راځنې غواړي کله غاړه دا عصمت شینواری څومره جنجالي دی *اوغز=چهارمغز، غوز.

Fazal -e - Subhan Abid

Image
شاعر - فضلِ سبحان عابد کتاب - لېونى موسم ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ  ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ  ــ  ـ ــ  ــ   ـ  ـ ـ ــ   ــ ـ لکه جانان لکه سپرلى مازيګر زمونږ د کلي لېونى مازيګر ـ هېر مې په ډېرو تماشو کې نه شو ستا انتظار او د چينې مازيګر ـ د يار د خوا مياشتې کلونه داسې لکه د ژمي يو لنډى مازيګر ـ زما به ټوله شپه بيا خوب چرته و ته چې په لږ شولې موسکى مازيګر ـ بغير د ياره ترې وي ساه وتلې خدايه مدام لري ژوندى مازيګر ـ زه خو لمبه شم زه خو اور واخلمه ته چې به څنګه تېروې مازيګر ـ پرون خو ته نه وې د رنګونو ډک و پيکه پيکه دى نننى مازيګر ـ خداى خو دې بيا کړي رايوځاى عابده هغه جانان هغه زېړى مازيګــــر

Mumtaz Orakzai

Image
 شاعر - ممتاز اورکزى  کتاب - د ځمکې اسمان  مخ - 26 ـــ ـــــ   ـــ ـ                                  الله هو                                    ځمکه ته يې،اسمان ته يې وريځ ته يې،باران ته يـــې ـ توخم ته يې،ګل هم ته يې پنهان ته يې،عيان ته يـــې ـ ژېړو پاڼو،ســـرو غوټو کې  سپرلى ته يې،خزان ته يې ـ غر هم ته يې،درياب ته يې ولاړ ته يې،روان ته يې ـ ستوري څه دي،زرې څه دي جهان څه دى جهان ته يې ـ مونځ څه شى دى،اذان څه دى مونځ خو ته يې،اذان ته يې ـ جمال ته يې،جلال ته يې اېشمه ته يې،توپان ته يې ـ مايوس زه يم،لاچار زه يم اومېد ته يې،امکان ته يې ـ عاصي زه يم،ګمراه زه يم رحيم ته يې،رحمان ته يې ـ ممتاز زه يم،شاعر زه يم مضمون ته يې،عنوان ته يې

Abdulhadi Kamran

Image
غزل  عبدالهادي کامران  ✿❁✿ بیا یې راراون په لار ذرې ذرې ووایه چې ته هم یار لرې لرې ځانګي د هر تاره د عاشق زړګی تا کړې په هنر زلفې ارې ارې ما په څلور سمته مینه کړې ده زړه مې دی په هر لوري پرې پرې خلاص دې د کافر لیمو بمونه کړه خښ تيره باڼه په زړه چرې چرې روح یې عزرایئل ستا د کوڅې یوړه پروت کامران په لاره کې خرې خرې  کامران  

Prof Bakhtzada Danish

Image
  غزل  پروفيسر بخت زاده دانش  ┈•✿❁✿•┈ قاضي ته ووايه تۀ دا پېژنې د محبت د غل سزا پېژنې هغې به ما ته ويل ما پېژنې ستا يمه ستا يمه زۀ ستا پېژنې زما تصوير يې چا ته ښو ويل يې اې جينۍ وګوره تۀ دا پېژنې د محبت جذبو ته کفر وايي هغه د بر کلي مُلا پېژنې چې ستا سره نه په تا پورې وي دانشه تۀ هغه خندا پېژنې

Hamza Baba

Image
  غزل  حمزه بابا  ┈•✿❁✿•┈ چې مدام پورته کوونکی ستا د ناز یم ځکه  هسې د هر چا نه بې نیاز یم دقیامت وعده دې لنډه راته کیښوه زه له دې فریبه ډیر دور او دراز یم دهستۍ دا خوبولې نغمې څه دي خوبس داچې ته مطرب یې زه دې ساز یم هغه زه چې تاته مخ کړم حقیقت یم هغه زه چې تاته څټ کړمه مجاز یم ته چې څو یې پرده خوښی بې حجاب یې زه چې څو یم خودنمایه هومره راز یم ته که شمعه خندنی یې په امکان کې زه ګریان د سوی زړه سوز او ګداز یم ستا په مخ باندې دا زما انجام دی هم اعجاز یې د مخ ښکلی په آغاز یم خو وزر مې د مجاز وي پری یریږم ګنې عرش مې یو قدم هغه پرواز یم تعالي مې دغرور له مخې نه ده تورې سترګې په رنجو د امتیاز یم چې دې مینې کړم غریب ،غریب سلطانه ځار دتانه زه حمزه غریب نواز یم   

Qais Hashemi

Image
غزل  شاعر : قيس هاشمي   ┈┈•✿❁✿•┈┈┈ غزل لار ده بنده يو ولاړ په ماهيپر کې د (پاچا) سندرې اورو په موټر کې زه وېرېږم يو کړي نقل وايي دلته کورولا وه جنګېدلې په ټېلر کې ده را وړاندې کړه کڅوړه د بيسکيټو ما وې زه خو خوراک نه کړم په سفر کې هوا يخه ده له خولې يې ځي توشونه يو سړى پېچلى ناست دى په څادر کې د ټو ډي مو ټر د شاه په سيټ کې ناستې پېغلې سترګې ښخې کړي په عسکر کې قومندان درېشي کړې ګرم ناست دى سګرېټۍ يې دى سر کړى په رنجر کې لاره خلاصه شوه چالان شول موټرونه ترافيک وهي نارې په لوډسپېکر کې عکاسي ورنه کوم هلته ولاړ دى د وطن ملي بيرغ د غره په سر کې ما د خپل غزل يو بيت ورته ميسيج کړ هغې زړه کړ را ميسيج په مسنجر کې ډېر ډېر مه ځه له کابله ننګرهار ته يوه ورځ به قيس مړ يې په ټکر کې 1396/8/13 لښکرګاه