Dr Khaliq Ziyaar




شاعر - ارواښاد ډاکټر خالق زيار
کتاب ـ  تلوسې
مخ ـ 40

ــ ـــــــ   ـــــ   ـــــ ـــــــ     ــــــ ـــــــــــ ـ ـ  ــ ـ ـ ـ ـ ـ  ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـــ ـــ ـ

اخلم په يو غم پسې بل غم ځمه 
زه د کور په لوري د صنم ځـــمه 
ـ
لارې د حالاتو دوړو ونيوې 
اوس په منډه نه ځم په قدم ځمه 
ـ
زه د مسيحا د کوره خدايه هم 
هر وارې چې ځم په زړه کړم ځمه 
ـ
داسې مې نو اېستې توبه هم نه ده 
اوس هم ميخانې ته ځم خو کم ځمه 
ـ
ماته د هوارو لارو مه وايه
زه د ګړنګونو په سر سم ځمه
ـ
غر مې ستا د غم راپشا کړى دى 
نه مې څوک زبېرګي اوري ستم ځمه 
ـ
لارې که درنې دي که خونخوارې دي 
کړى مې د ژوند په سر قسم ځمه 
ـ
هسکه غړۍ تګ مې شناخت شوى دى 
خداى مه کړه چې سر به چېرته خم ځمه 
ـ
ژاړم خپل ټوټې وجود ته ځاى په ځاى 
زياره چې کابل ته په تورخم ځمه 
  

Comments

Popular posts from this blog

Sahib Shah Sabir

Prof Bakhtzada Danish

Hamza Baba