Javed Shah Darman
جاوېد شاه درمان
شپه ده، انسان نشته بیخي پۀ لاره
وایم پۀ ځان ایات کرسي پۀ لاره
زۀ یو مزدور سحر ژوندے وېنمه
ماښام یو مړے کور ته ځي پۀ لاره
توبه دا لاره، او بغیر لۀ یاره
ما خو به مړ کړي خاموشي پۀ لاره
سړے اواز کوي، خواږۀ خرڅوي
یو غریب خپل ماشوم وهي پۀ لاره
نن مې پۀ خوا کښې داسې غلے تیر شو
لکه چې تیر شي لاروي پۀ لاره
ما پرې وران شوي دوه نومونه وژني
یو چینار مخې له راځي پۀ لاره
د کلې سپو پسې پۀ شا شا ګوري
څادر پۀ ځان پسې راخکي پۀ لاره
د خپل فراق قیصې کؤومه ځان ته
د چا یادونه دي ما خوري پۀ لاره
پۀ سپینه ګیره به مې څوک همسا شي
درمانه څوک به مې بوځي پۀ لاره
Comments
Post a Comment