Nasrat Arman
نصرت ارمان
🌷🌷🌷
نصيب زمونږه نشوې له جانان سره خبرې
نو اوس خو به زه خود کوم له ځان سره خبرې
قسم دى چې په ما به لګېدې لکه سندرې
کولې به يې داسې جار قربان سره خبرې
چې و دې ليده خامخا سلام مې ورته وايه
ولاړ کولې دغسې روان سره خبرې
راځه کنه چې وناڅو بې ډوله، په خوښۍ نو
راځه چې بهر وکړو له باران سره خبرې
همدا ورته ويل غواړم چې زه په تا مئين يم
ارمان مې دي بس دومره له ارمان سره خبرې
Comments
Post a Comment