Ismatullah Shinwari



غزل
-عصمت شینواری

ستا په مینه کې ملنګ دی او سوالي دی
دا پښتون نه دی دا زړه خو بنګالي دی

راشه وګوره زما په زړه کې مینه
دا ستا زړه خو لکه پوچ اوغز* خالي دی

خانه! ته یې په تیاره باندې وخورې
زیار په برخه د مزدور ستړي جوالي دی

یا تېروتې دي زما دا غټې سترګې
یا دې حسن تر خپل حده کمالي دی

کراماتو یې زړګی له ما نه یووړ
یار خو نه دی سم د دوربابا ولي دی

دا ستا سترګې چې یې وټاکلې خوښ شوم
انتخاب زما د سترګو ډېر عالي دی

کله خوله راځنې غواړي کله غاړه
دا عصمت شینواری څومره جنجالي دی

*اوغز=چهارمغز، غوز.

Comments

Post a Comment

Popular posts from this blog

Prof Bakhtzada Danish

Sahib Shah Sabir

Hamza Baba