Abdulhadi Kamran


غزل
 عبدالهادي کامران 
✿❁✿

بیا یې راراون په لار ذرې ذرې
ووایه چې ته هم یار لرې لرې

ځانګي د هر تاره د عاشق زړګی
تا کړې په هنر زلفې ارې ارې

ما په څلور سمته مینه کړې ده
زړه مې دی په هر لوري پرې پرې

خلاص دې د کافر لیمو بمونه کړه
خښ تيره باڼه په زړه چرې چرې

روح یې عزرایئل ستا د کوڅې یوړه
پروت کامران په لاره کې خرې خرې 
کامران
 

Comments

Post a Comment

Popular posts from this blog

Sahib Shah Sabir

Prof Bakhtzada Danish

Hamza Baba