Ezatullah Zawab
شاعر ـ عزت الله ځواب
کتاب ـ ګوته کې غمى
مخ ـ 25
ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ
زه خو وايمه چې لمر له کلي لاړه
دا سړى چې مازيګر له کلي لاړه
ـ
په هماغه ورځ به زه له کلي ورک شم
کومه ورځ چې مې دلبر له کلي لاړه
ـ
نه د ښار په تلويزون کې خبريال شته
نه د مينې کوم خبر له کلي لاړه
ـ
پدې مشر پسې ټول ولس خپه دى
غر راونړېده،غر له کلي لاړه
ـ
د کليم په غزلونو به دې پالو
که حمزه،خاطر، خيبر له کلي لاړه
ـ
ټول د نه سړي زامن ورسره وران وو
ځواب خود کډه په سر له کلي لاړه
کتاب ـ ګوته کې غمى
مخ ـ 25
ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ
زه خو وايمه چې لمر له کلي لاړه
دا سړى چې مازيګر له کلي لاړه
ـ
په هماغه ورځ به زه له کلي ورک شم
کومه ورځ چې مې دلبر له کلي لاړه
ـ
نه د ښار په تلويزون کې خبريال شته
نه د مينې کوم خبر له کلي لاړه
ـ
پدې مشر پسې ټول ولس خپه دى
غر راونړېده،غر له کلي لاړه
ـ
د کليم په غزلونو به دې پالو
که حمزه،خاطر، خيبر له کلي لاړه
ـ
ټول د نه سړي زامن ورسره وران وو
ځواب خود کډه په سر له کلي لاړه
Comments
Post a Comment