Nasrat Arman
نصرت ارمان
د زړه له اخېستو نه دې انکار وکه مغرورې
حيران يمه چې دا دې څنګه کار وکه؟ مغرورې
تا ولې په يوه شېبه کې سترګې کړې بدلې؟
ما ستا لپاره څومره انتظار وکه؟ مغرورې
راوګرځه په ما باندې د تورې ګوزار وکړه
له مينې مې په تا د ګل ګوزار وکه، مغرورې
منمه چې له ما نه به حساب او کتاب هېر وي
خو تا کله د ټولو ستورو شمار وکه؟ مغرورې
يو زه يم چې تر اوسه دې ارمان کوم، پاګلې
ارمان دې بيا راتګ ته کومې لار وکه؟ مغرورې
Comments
Post a Comment