Afsar Molajan
ټهیک ده چې کېږي خوسهي نه کېږي
مسلماني او شاعري نه کېږي
دا سلامونه ملامونه چاته
یره زمانه خو بیخي نه کېږي
چې د آدم پشان سړي نه شوې
مانه به څنګه غلطي نه کېږي
جنت لپاره دې څوک ووژنمه
مانه خو دا بېغيرتي نه کېږي
تا د پنجاب په ډوډۍ خیټه کړې
تانه به خود باچاخاني نه کېږي
ته راته ناست وې او زه ګورم درته
مانه جي دا بې ایماني نه کېږي
مونځ کړه اودسې کړه روژې ونيسه
د ملاجان نه دا خواري نه کېږي
Comments
Post a Comment