Mumtaz Orakzai
شاعر ـ ممتاز اورکزى
کتاب ـ زخمک
مخ ـ ۱۸۶
✿ ✿ ✿
د ارض او د سما مالک کولى شي دا هم
شيطانه خداى دې وکړي چې وبخښي تا هم
ـ
د نيمې شپې مې تويې کړې د ژوند لپاره اوښکې
ارمان، چې نور دا سور دوزخ حرام شي په ما هم
ـ
تقديره دوى روا نه بولي ستا په حقله بحث
او ماسره شکونه او سوالونه دي بيا هم
ـ
ښه، ښه، بس هم دا لار د بغاوت ده، کنه يار
لښکر يارانو پرېښوم بدرګه نه کړم چا هم
ـ
ممتازه ته په داسې ځاى ولاړ يې نن سبا
چې بل ځاى به د ناستې پاتې نه شي د ستا هم
Comments
Post a Comment