Atif khan Darwaish
غزل ـ عاطف خان دروېش
•✿❁✿
ياره جنازې ته به راځې که نه؟
کټ زما په خپلو اوږو وړې که نه ؟
جام راته سم ډک کړه چې نشه شمه
نن به درته کړمه تماشې که نه ؟
هر ځل خو ټپې او غزل اورمه
نن خو به سندره راته کړې که نه ؟
ليرې يې کړ پلو له مخې وې ويل
واخله له ديدن نه مې مزې که نه ؟
سترګو سره جنګ کوې لګيا يې تل
ښخې دې په زړه کړلې چړې که نه ؟
کله يې چې د وره نه رابهر کړو سر
د زلفو په تارونو يې کړم ارې که نه ؟
هر سړى چې راشي بس تپوس به کړي
يه دروېشه! چرته ته هم يار لرې که نه ؟
Comments
Post a Comment