Qais Hashemi
غزل
شاعر : قيس هاشمي
┈┈•✿❁✿•┈┈┈
غزل
لار ده بنده يو ولاړ په ماهيپر کې
د (پاچا) سندرې اورو په موټر کې
زه وېرېږم يو کړي نقل وايي دلته
کورولا وه جنګېدلې په ټېلر کې
ده را وړاندې کړه کڅوړه د بيسکيټو
ما وې زه خو خوراک نه کړم په سفر کې
هوا يخه ده له خولې يې ځي توشونه
يو سړى پېچلى ناست دى په څادر کې
د ټو ډي مو ټر د شاه په سيټ کې ناستې
پېغلې سترګې ښخې کړي په عسکر کې
قومندان درېشي کړې ګرم ناست دى
سګرېټۍ يې دى سر کړى په رنجر کې
لاره خلاصه شوه چالان شول موټرونه
ترافيک وهي نارې په لوډسپېکر کې
عکاسي ورنه کوم هلته ولاړ دى
د وطن ملي بيرغ د غره په سر کې
ما د خپل غزل يو بيت ورته ميسيج کړ
هغې زړه کړ را ميسيج په مسنجر کې
ډېر ډېر مه ځه له کابله ننګرهار ته
يوه ورځ به قيس مړ يې په ټکر کې
1396/8/13
لار ده بنده يو ولاړ په ماهيپر کې
د (پاچا) سندرې اورو په موټر کې
زه وېرېږم يو کړي نقل وايي دلته
کورولا وه جنګېدلې په ټېلر کې
ده را وړاندې کړه کڅوړه د بيسکيټو
ما وې زه خو خوراک نه کړم په سفر کې
هوا يخه ده له خولې يې ځي توشونه
يو سړى پېچلى ناست دى په څادر کې
د ټو ډي مو ټر د شاه په سيټ کې ناستې
پېغلې سترګې ښخې کړي په عسکر کې
قومندان درېشي کړې ګرم ناست دى
سګرېټۍ يې دى سر کړى په رنجر کې
لاره خلاصه شوه چالان شول موټرونه
ترافيک وهي نارې په لوډسپېکر کې
عکاسي ورنه کوم هلته ولاړ دى
د وطن ملي بيرغ د غره په سر کې
ما د خپل غزل يو بيت ورته ميسيج کړ
هغې زړه کړ را ميسيج په مسنجر کې
ډېر ډېر مه ځه له کابله ننګرهار ته
يوه ورځ به قيس مړ يې په ټکر کې
1396/8/13
لښکرګاه
Comments
Post a Comment