Hamza Baba



 ؒکلیات حمزه بابا

مخ - ۱۵۴
ـ
زړه دې بد شي سم چې تاته په کاته شم
چې در نه شم، وايې څه شو؟ وايه څه شم؟
ـ
جګې جګې که مې ته په زړه کې زړه شې
درېغه درېغه چې دې زه په زړه کې خوله شم
ـ
څومره زه يم ياره ستا د ديدن تږی
چې دې مخ ته کړم نظر اوبه اوبه شم
ـ
هېرونکيه بيا به وايې څه مې ورک وو
لکه ياد کله درپېښ چې ستا په زړه شم
ـ
څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي
طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم
ـ
زلفې پرانېځه پریشان يم د شوګير نه
په دې ګڼ سیوري چې جمع زړه ویده شم
ـ
شمع رويه چې رقيب ته په خندا شې
لکه دود دې د محفل نه په واته شم
ـ
شور او زوږ مې حوصله د لوی منزل شي
ګنې يم د همت زاڼې چې په تله شم
ـ
جشن خال يې د محراب وروځو امام دی
حمزه نيت کړه که واهه او که باښه شم



Comments

Popular posts from this blog

Prof Bakhtzada Danish

Sahib Shah Sabir

Hamza Baba