Hamza Baba
غزل
حمزه بابا
┈•✿❁✿•┈
چې مدام پورته کوونکی ستا د ناز یم
ځکه هسې د هر چا نه بې نیاز یمدقیامت وعده دې لنډه راته کیښوه
زه له دې فریبه ډیر دور او دراز یم
دهستۍ دا خوبولې نغمې څه دي
خوبس داچې ته مطرب یې زه دې ساز یم
هغه زه چې تاته مخ کړم حقیقت یم
هغه زه چې تاته څټ کړمه مجاز یم
ته چې څو یې پرده خوښی بې حجاب یې
زه چې څو یم خودنمایه هومره راز یم
ته که شمعه خندنی یې په امکان کې
زه ګریان د سوی زړه سوز او ګداز یم
ستا په مخ باندې دا زما انجام دی
هم اعجاز یې د مخ ښکلی په آغاز یم
خو وزر مې د مجاز وي پری یریږم
ګنې عرش مې یو قدم هغه پرواز یم
تعالي مې دغرور له مخې نه ده
تورې سترګې په رنجو د امتیاز یم
چې دې مینې کړم غریب ،غریب سلطانه
ځار دتانه زه حمزه غریب نواز یم
Comments
Post a Comment