Fazal -e - Subhan Abid


شاعر - فضلِ سبحان عابد
کتاب - لېونى موسم
ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ  ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ  ــ  ـ ــ  ــ   ـ  ـ ـ ــ   ــ ـ

لکه جانان لکه سپرلى مازيګر
زمونږ د کلي لېونى مازيګر
ـ
هېر مې په ډېرو تماشو کې نه شو
ستا انتظار او د چينې مازيګر
ـ
د يار د خوا مياشتې کلونه داسې
لکه د ژمي يو لنډى مازيګر
ـ
زما به ټوله شپه بيا خوب چرته و
ته چې په لږ شولې موسکى مازيګر
ـ
بغير د ياره ترې وي ساه وتلې
خدايه مدام لري ژوندى مازيګر
ـ
زه خو لمبه شم زه خو اور واخلمه
ته چې به څنګه تېروې مازيګر
ـ
پرون خو ته نه وې د رنګونو ډک و
پيکه پيکه دى نننى مازيګر
ـ
خداى خو دې بيا کړي رايوځاى عابده
هغه جانان هغه زېړى مازيګــــر

Comments

Popular posts from this blog

Prof Bakhtzada Danish

Sahib Shah Sabir

Hamza Baba