Shahid Qamash


شاهد قماش 

دا ځل مې کړی دی توکل د بربادۍ پۀ لوري
یم روان شوی مکمل د بربادۍ پۀ لوري

راؤستی ؤم خپلې ژړا ستا تر محفله پورې
اوس به مې بوځي ستا خندل د بربادۍ پۀ لوري

ناشوني ده چې بیا به مخ بیرته راؤګرځوي
چا چې مخ کړی دی یو ځل د بربادۍ پۀ لوري

زړۀ اشنا کړی یم مدام د ناکامیو سره
زۀ یې بوتلی یمه تل د بربادۍ پۀ لوري

راځه چې واخلو ځینې خوند له خپل برباد حالته
راځه چې اوکړو لږ مزل د بربادۍ پۀ لوري

دا دی شاهد هم د شرابو پۀ جام خلۀ کیخوده
دا دی روان شولو یو بل د بربادۍ پۀ لوري

Comments

Popular posts from this blog

Prof Bakhtzada Danish

Sahib Shah Sabir

Hamza Baba