Ajmal Aand



اجمل اند

کلیه ! ورانې دې ویالې شاړې کوڅې شوې
خدای خبر د چا ښیراوې درپسې شوې

دا په خوب باندې ویده پاچا را ويښ کړئ
ورته ووايئ چې لوټ دې خزانې شوې

ځنیځیرو کې ورته لمر تړلی راوړئ
د ستومانه ډیوو شپې ډېرې اوږدې شوې

ځه سپین غره ! چې باران ته کډه یوسو
کنه وچې دې چینې ، ورکې شپنې شوې

انده! شرنګ د شینکي رود یې درنه هېر کړ
په پردي وطن دې څومره ډېرې شپې شوې

Comments

Popular posts from this blog

Sahib Shah Sabir

Prof Bakhtzada Danish

Hamza Baba