Javed shah Darman
صحرا ته لاړمه کۀ غرته لاړم
اوس دا دے دلته وم، چې چرته لاړم
پاتې وه جیب کښې کرایه د ګاډي
بیا داسې اوشو، زۀ لنګر ته لاړم
چا راله رانکړې، د زهرو ګولۍ
اخیر مجبور شوم سمندر ته لاړم
دا ستا زړَه لوپټه نوې نۀ شوه
زۀ کۀ د بلې دنیا سر ته لاړم
د محبت د مکتب ژڼے نۀ یم
یارانو! زۀ درنه سنګر ته لاړم
ما به پۀ دې حال کښې اونۀ پیژني
زۀ کۀ د خپلې کوڅې ور ته لاړم
درمانه کله چې د بل شوه هغه
کلي ته لاړم، بیا ګودر ته لاړم
جاویدشاه درمان
واه ډېر لوړ
ReplyDelete