Mumtaz Orakzai
شاعر - ممتاز اورکزى
کتاب - د ځمکې اسمان
مخ - 60
ـ ـ ـ ـ
د بېوسۍ په دشت مې څه خوړلي څه څښلي دي
زړه مې خوړلى دى او وينې مې د زړه څښلي دي
ـ
مونږ جل وهلي پرېږده ښکليه ! ستا د مخ په چينه
چې تږي نه وو هغه زړونو هم اوبه څښـــلي دي
ـ
اوس که دا ژوند شراب شراب شي زه به نه شم نشه
جانانه! زهر مې دا ستا د بېلتانه څښـــــــــــلي دي
ـ
ډېرې پښتو کړلې ګونګۍ د مينې وږي سترګې
له ډېره تاوه يې په اوښکو کې رانجه څښــــلي دي
ـ
د شرابي کتو د زخم د درد زور کموي
ممتاز د بنګو کنډولي درانه درانه څښلي دي

ـ ـ ـ
Comments
Post a Comment