Qais Hashemi
غزل
قيس هاشمي
ـ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ ـ ــ ـ ـ ـ
پوهنځى کړه انتخاب د ادبياتو
جينۍ ژبه دې لړلې ده په شاتو
ما وې وکړمه پرهېز له څه ډاکټرې؟
ده وې بس له بهرنيو توليداتو
ګوره نه مې درته وې چې شراب نه څښم
ګوره بيا مې شروع وکړه په چټياتو
يو د مخه شي چې ژوند لاړه قضا شو
ياره تېر شئ له دې ډېرو تشريفاتو
پاچاهي او ملنګي نه کېږي قيسه
حکم بايد چې وي بېل له اخلاقياتو
1396/7/11
Comments
Post a Comment