Mumtaz Orakzai




شاعر - ممتاز اورکزى
کتاب - د ځمکې اسمان 
مخ - 47 

ـ  ـ ـ  ـ  ـ ـ ـ ـ ـ  ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ   ـ   ـ ـ ـ ـ 

خوله دې يوه ژبې دې دوې کولې
خلک ساده وو تا مـــــزې کــــولې
ـ
هغه د خولې سړى و څه خبر وم
ما ورته تل د زړه کيسې کولــــې
ـ
چې کومه لار دې سموله ځان ته
ټولې خبرې دې کږې کولــــــــــــې
ـ
ماته يادېږي خپل بې مينې ژوندون
قسم دى دښته کې مې شپې کولې
ـ
ممتازه ! ډېرې ښې خبرې وې خو 
ممتازه ! ډېرې دې ترخې کولــــــې

Comments

Popular posts from this blog

Prof Bakhtzada Danish

Sahib Shah Sabir

Hamza Baba