Mumtaz Orakzai


 شاعر - ممتاز اورکزى 
کتاب - د ځمکې اسمان 
مخ - 26
ـــ ـــــ   ـــ ـ 
                                الله هو                                   

ځمکه ته يې،اسمان ته يې
وريځ ته يې،باران ته يـــې
ـ
توخم ته يې،ګل هم ته يې
پنهان ته يې،عيان ته يـــې
ـ
ژېړو پاڼو،ســـرو غوټو کې 
سپرلى ته يې،خزان ته يې
ـ
غر هم ته يې،درياب ته يې
ولاړ ته يې،روان ته يې
ـ
ستوري څه دي،زرې څه دي
جهان څه دى جهان ته يې
ـ
مونځ څه شى دى،اذان څه دى
مونځ خو ته يې،اذان ته يې
ـ
جمال ته يې،جلال ته يې
اېشمه ته يې،توپان ته يې
ـ
مايوس زه يم،لاچار زه يم
اومېد ته يې،امکان ته يې
ـ
عاصي زه يم،ګمراه زه يم
رحيم ته يې،رحمان ته يې
ـ
ممتاز زه يم،شاعر زه يم
مضمون ته يې،عنوان ته يې

Comments

Popular posts from this blog

Prof Bakhtzada Danish

Sahib Shah Sabir

Hamza Baba