Javed Shah Darman
جاوېد شاه درمان
مۀ کوه ما به کړي خراب صاحبه
نه نه زۀ نۀ څکمه شراب صاحبه
یو خوا ته یره د عذاب صاحبه
بل خوا زما دا اضطراب صاحبه
خوب مې لیدۀ د ټوپکونو ښار کښې
خلک ویشتل کړي پۀ ګلاب صاحبه
ما بې ګناه هم ګناهنګار ثابت کړې
تۀ ما بیخي کړې لاځواب صاحبه
هغه د خپل عزت سودا نۀ کوي
دلته پۀ څو کښې دي تیزاب صاحبه
خور دې ما قتل د غیرت پۀ نوم کړي
ګرځمه ډیر خراب خراب صاحبه
خه به وي مونږه چې یو حد کښې اوسو
زۀ به ورکوم چاله حساب صاحبه
خه نو بیا ستا ردِ عمل به څۀ وي
کۀ مینځ نه لري شي رباب صاحبه
درمانه ګورم، شعر شناس یې کۀ نه؟
ما درله راؤړو انتخاب صاحبه
جاویدشاه درمان
Comments
Post a Comment