Dr Khaliq Ziyaar
شاعر - ارواښاد ډاکټر خالق زيار
کتاب ـ تلوسې
مخ ـ 98
کتاب ـ تلوسې
مخ ـ 98
ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـــ ـــ
وختونه بد وي او که ښه تېرېږي
اړ نه وي هېڅ د چا په زړه تېرېږي
ـ
چې په نامه يې د جانان څښي سړى
د زهرو ګوټ لکه اوبه تېرېږي
ـ
دعا سلام راسره هم نه کوي
پدې راځي خو چپه خوله تېرېږي
ـ
نن امتحان دى د مجنون د مينې
جنج د ليلا يې په کاله تېرېږي
ـ
لارې د زړه مې شاړې شوې نه دي
اوس پرې هم ستا د غم سواره تېرېږي
ـ
بس دا يو داغ د بېلتانه که نه وي
نور د خداى فضل دى ژوند ښه تېرېږي
ـ
زياره! چې غم د جانان نه لري څوک
د هغوى شپې ورځې په څه تېرېږي؟
وختونه بد وي او که ښه تېرېږي
اړ نه وي هېڅ د چا په زړه تېرېږي
ـ
چې په نامه يې د جانان څښي سړى
د زهرو ګوټ لکه اوبه تېرېږي
ـ
دعا سلام راسره هم نه کوي
پدې راځي خو چپه خوله تېرېږي
ـ
نن امتحان دى د مجنون د مينې
جنج د ليلا يې په کاله تېرېږي
ـ
لارې د زړه مې شاړې شوې نه دي
اوس پرې هم ستا د غم سواره تېرېږي
ـ
بس دا يو داغ د بېلتانه که نه وي
نور د خداى فضل دى ژوند ښه تېرېږي
ـ
زياره! چې غم د جانان نه لري څوک
د هغوى شپې ورځې په څه تېرېږي؟
Comments
Post a Comment