Ezatullah Zawab

 
شاعر ـ عزت الله ځواب
کتاب ـ ګوته کې غمى
مخ ـ 97

 •✿❁✿

مينه کې پېغام سلام
ښکلو ته سلام سلام
ـ
خداى دې سلامت ساته
ځان ته کوه پام سلام
ـ
تاته احتـــــــــرام لرم
تاته لاس په نام سلام
ـ
نه سهار په خير شته دى
نه دې د ماښام سلام
ـ
چا ملت خرڅ کړى دى
چاته کوي قام سلام
ـ
ستا ړومبى د ګل ګوزار
هغه پاس له بام سلام
ـ
دروند منګى دې پورته که
شولې لکه لام سلام
ـ
وار دې ورته ونه شو
ودې که د جام سلام
ـ
ما ځواب نه پاتې شو
ستا د چم کلام سلام

Comments

Popular posts from this blog

Prof Bakhtzada Danish

Sahib Shah Sabir

Hamza Baba