Ezatullah Zawab
عزت الله ځواب
عبث خواري ده، د سوال ياري ده
ژوند مجبوري ده، د سوال ياري ده
خدای مئين مه کړه، څوک په حسينو
سوال او زاري ده د سوال ياري ده
شي به ورځ دوه کې، دوړه تمامه
بيا مزدوري ده، د سوال ياري ده
څه ويلی نه شم، ملک د پښتو دی
خو ناچاري ده، د سوال ياري ده
په محلونو کې، خلک ناست دي
وايي کراري ده، د سوال ياري ده
ژرنده ستا ده، که دې د پلار ده؟
چې په جواري ده، د سوال ياري ده
ګټې سر وخوړ، بازار خراب شو
دوکانداري ده، د سوال ياري ده
د ځواب پانګه، د ځواب ژوند دی
دا شاعري ده، د سوال ياري ده
Comments
Post a Comment