Nasrat Arman
نصرت ارمان
🌷🌷🌷🌷
اوښکې دې په مخ چې بهېدلې، ما ليدلې
ته د چا لپاره ژړېدلې، ما ليدلې
نه به مې نيوې؟ چې غورځېدې به ته ګلابه
نه نيول کېدلې، ريژېدلې، ما ليدلې
بيا راته هغه کيسه ونه کړې، ګوره پام چې
دا چې په کوم اور کې سوزېدلې؟ ما ليدلې
ستا ګومان غلط دى چې مې هېڅ نه يادولې
خيال باندې مې تل را ورېدلې، ما ليدلې
اوس راته نزدې رانشې، ځه ارمانه، ځه نو
غېږ کې د رقيب چې لوبېدلې، ما ليدلې
Comments
Post a Comment