Nasrat Arman

حال نه وتلى يم، د حال پوښتنه څه ته کوې؟ اوس نو اشنا زما د خيال پوښتنه څه ته کوې؟ د خداى لپاره نور يې مه يادوه، وسوزېدل بيا د ګودر، چنار او ټال پوښتنه څه ته کوې؟ ساه به دې چرته ځي؟ وجود نه به دې څه جوړيږي؟ ستا پرې څه کار، د پردي مال پوښتنه څه ته کوې؟ ته ورته نه ګورې؟ حيرانه دې ښکلا ته پاتې وه له هېندارې د جمال پوښتنه څه ته کوې؟ ته ترېنه تللې يې، خو ته يې هېره کړې نه يې نور د ارمان د بل کمال پوښتنه څه ته کوې؟ #ارمان