Mumtaz Orakzai


شاعر ـ ممتاز اورکزى 
کتاب ـ زخمک 
مخ ـ ۵۹
┈┈┈•✿❁✿•┈┈

بې وسي  ده زړه مې وران دى، زړه يې وران دى 
ګونګ ولاړ يم کابلى جانان روان دى 
ـ
 د تورخم مزي ته ګورم، چورت وهمه 
په جنت راج چلېدلى د شيطان دى 
ـ
ناشناس مې دى په روح کې راګډ شوى 
سر أهنګ استاد بيخي راباندې ګران دى 
ـ
زه له تا شم صدقه جلال اباده 
تاته خپل جسد سپارلى باچا خان دى 
ـ 
چې د ننګ کيسه کوم نو سر مې ټيټ شي 
له اټک تر کندهاره يو افغان دى 
ـ
که څوک وايي تېره نيمه پيړۍ څه وه
وايم دا زما په وينو سور داستان دى
ـ
يو نوروز به مې کابل کې وي  ممتازه 
خداى کريم دى او زما دغه ارمان دى

Comments

Popular posts from this blog

Sahib Shah Sabir

Prof Bakhtzada Danish

Hamza Baba