Qais Hashemi
غزل
قيس هاشمي
ملا څه يې فرمايلي دې ړندو ته
ته د خداى ج دا وينا وژباړه پښتو ته
نوراني پير لکه خداى ورته ولاړ و
مريدان يې په سجده شوله پښو ته
داسې ښکاري چې کوم ځاى يې زړه بايللى
ذاهد زېړ ځونډى ورواچاوه تسبو ته
چې اوبه وويم ته را په يادېږي
چې تا ووينمه تږى شم اوبو ته
په بګړيو يې نيولي وه لاسونه
دوو شپونکيانو پاس کتله طيارو ته
داسې بويه چې هغه محفل ته راشي
لکه شات چې څوک ورواچوي شيدو ته
هغه وخت تلم ميکدې ته چې د شپې به
د مسجد نه خلک تلل خپلو کورو ته
حلال چرګ يې پاکوه و پخېدو ته
سر پښې يې بام ته واچول پيشو ته
وې ته کله راځې ما ويل که خير و
در رسېږم ماخستن نهه بجو ته
ماشوم چېغه کړله قيس کلي ته راغى
پېغلو منډې کړلې وختې بامو ته
1396/7/9
خپل کور هلمند لښکرګاه
Comments
Post a Comment