Prof Bakht Zada Danish
غزل ـ پروفيسر بخت زاده دانش
ملنګه په کچکول کې دې روپۍ دي او که بل څه
په غاړه دې جامې د ملنګۍ دي او که بل څه
ـ
ته راوړه په دې لاسو دې څه سپينې سپينې ښکاري
ته راوړه په دې لاسو دې پولۍ دي او که بل څه
ـ
دې بعضو بعضو خلکو په تنديو داغونه جوړ کړل
چې دا يې نښانې دې بندګۍ دي او که بل څه
ـ
صاحبه! ته لږ غوږ شه څه ډېر خوږ شان اواز راغى
ته پام وکړه کړنګېږي چې پيالۍ دي او که بل څه
ـ
دانشه لر او بر درنه ځارېږي قربانېږي
چې دا دې کرامات د شاعرۍ دي او که بل څه
واه واه
ReplyDeleteBrilliant ge.❤❤
ReplyDelete